د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکه کمیټه وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده.
دوی ویلي، "افغانستان یوځل بیا د ترهګریزو ډلو په پټن ځای بدل شوی دی."
د دې کمیټې د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې مشر بېل هویزنګا د جون پر ۲۶مه په یوه غونډه کې ویلي، "د داعش او ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان) ګواښونه په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي."
نوموړي خبرداری ورکړ چې ترهګریزې ډلې په سیمه او نړۍ کې د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې دي.
هغه که څه هم د داعش په وړاندې د طالبانو د بریا د ادعا یادونه وکړه، خو زیاته یې کړه چې داعش لا هم عملیاتي وړتیا لري او وخت ناوخت ملکي کسان او د طالبانو د حکومت غړي هدف ګرځوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د استازو جرګې دا اندیښنې بې ځایه بللي چې ګواکې افغانستان کې" بهرنۍ ډلې شتون لري او یا چاته خطر متوجه دی".
فطرت زیاته کړې" افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف وکاروي."
د استازو جرګې دغې کمیټې وویل، د ترهګریزو فعالیتونو له کبله ۲۰۲۴ کال پاکستان لپاره تر ټولو خونړی و او په خبره یې امریکا له پاکستان سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو فکر کوي.