د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په یاد هېواد کې د جمهوري ارزښتونو په زوال اندېښنه ښوولې ده


د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په یاد هېواد کې د جمهوري ارزښتونو په زوال اندېښنه ښوولې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:07 0:00

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي په ۲۰۲۴ز کال کې په دغه هېواد کې جمهوریت له زوال سره مخامخ وو. د یاد کمېشن د سېند صوبې مشر حضر حیات د جون پر ۲۴مه په کراچۍ پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل، د دوی لاس ته راوړنې ښايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د حکومت مخالف نظر په ښکاره کولو سخت بندیزونه لګول شوي وو، مذهبي سختدریځي زیاته شوې، د امن و امان صورت حال خراب وو، ماورای عدالت وژنې ډېرې شوې دي، د جنسي تبعیض پر بنسټ تاوتریخوالی مخې ته راغلی دی، د خلکو جبري تښتول او د ماشومانو سره د زور زیاتي قضیې هم څارل شوې دي. د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن د دې راپور په اړه حکومت تر اوسه خپل دریځ نه دي ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د ورکو خلکو لټون روان دی، د خلکو امنیت ته ژمن دی، د لږکیو حقونو ته پاملرنه کوي او خلک د بیان ازادي لري.

XS
SM
MD
LG