د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړېوال سازمان پاکستان کې پر ډرون بریدونو اندېښنه ښوولې ده


د خیبر پښتونخوا په کاټلنګ سیمه کې په ډرون برید کې د وژل شويو کسانو د جنازې مراسم - د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۲۹مې انځور
د خیبر پښتونخوا په کاټلنګ سیمه کې په ډرون برید کې د وژل شويو کسانو د جنازې مراسم - د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۲۹مې انځور

د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بريدونو کې د ولسي خلکو په مرګژوبله اندېښنه ښوولې ده.

د جنوبي ایشيا لپاره د سازمان مرستيالې ايزابيل لاسي د جون پر ۲۴مه په یو بيان کې ويلي دي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پرله پسې ډول ډرون بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوړي او په ترڅ کې یې د ۲۰۲۵ز کال له پیله تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي دي چې پینځه ماشومان هم پکې دي.


په بيان کې وړاندې راغلي چې ددې لړۍ وروستۍ کړۍ کې د جون پر ۲۰مه د جنوبي وزیرستان په دشکه سیمه کې په یو ډرون برید کې یو ماشوم ووژل شو او پینځه نور ژوبل شول.

په بيان کې د ایزابیل لاسي له خولې راغلي دي: "پاکستاني چارواکي د خیبر پښتونخوا د ولس د ژوند او مال د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي دي او خلک لا هم د بې‌ پیلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتوالي قیمت ادا کوي."

نوموړې زیاته کړې ده چې د نړيوالو قوانينو له مخې په ولسي وګړو د بې‌ پیلوټه الوتکو بریدونه غيرقانوني عمل دی. نوموړې وايي راپورونه ښيي چې په دغو ډرون بریدونو کې د خلکو کورونه او لوبغالي هم په نخښه شوې دي او د حکومت دا ګام د ولسي خلکو د ژوند د خوندیتوب څخه جدي بې پروايي ښکاره کوي.

ايزابيل لاسي وايي که څه هم ډېری وخت حکومت د دغو ډرون بریدونو مسوولیت نه قبلوي خو دا د حکومت دنده ده چې په دې اړه زر خپلواکې، رڼې او اغېزمنې څېړنې وکړي او تر شا یې لاس لرونکي کسان عدالت ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم په خیبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو اندېښنه ښکاره کړې وه.

بلخوا ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.

د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونو د بخښنې د نړيوال سازمان د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. البته په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د انتظامیې او پوځ ځینو سرچینو د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوال پر پوځ له بریدونو وروسته د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي او کله چې پوځ هلته عملیات وکړي نو ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان چارواکو د ځايي مشرانو سره د جرګو پر مهال په وار وار ژمنه کړې ده چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي خو د دې باوجود هم په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو په نخښه کېدو لړۍ درېدلې نه ده.

XS
SM
MD
LG