د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.
د ضلعې انتظاميې یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید د مکین په دشکه سیمه کې شوی دی. نوموړی وايي، په ډرون برید کې د یو سرکاري سکول ماشومان لګېدلي دي.
د انتظامیې دغه چارواکی وايي ژوبل ماشومان د زرمک روغتون ته رسول شوي چیرته چې د هغوی درملنه روانه ده.
په شمالي او جنوبي وزیرستان او ورڅېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم په ډرون بریدونو کې اولسي کسان او په ځانګړي ډول ماشومان مړه او ژوبل شوي دي چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه او پرلتونه هم کړي دي.