د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر د ایران او اسراییلو ترمينځ له اوربند وروسته، په ایران کې د اټومي تاسیساتو د بیا پلټنو غوښتنه کړې ده.
د ادارې مشر رافایل ګروسي د جون پر ۲۴مه په یوه بیان کې وویل: "له ادارې سره د همکارۍ بیا پیل د دې لپاره مهم دی چې د ایران د اټومي فعالیتونو پر سر شخړه د یو ډېپلوماټیک تړون له لارې حل شي."
هغه زیاته کړه: "ما د (ايران) بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته یو لېک لېږلي، چې پکې مې د ګډې همکارۍ اهمیت ته اشاره کړې او وړاندیز مې کړی چې ژر تر ژره سره ملاقات وکړو."
د بیان له مخې، د ادارې پلټونکي د اسراییلي بریدونو پر مهال په ایران کې موجود ول او تيار دي چې بېرته د ایران اټومي تاسیساتو ته لاړ شي او د اټومي موادو ذخیره وڅېړي.
دغه مواد له ۴۰۰ کیلوګرامو زيات ۶۰ غني شوي يورانيم دي چې د ایران په وينا يې د اسراييل او امريکا بريدونو مخکې بل ځای ته منتقل کړی چې خوندي پاتې شي.
د اداري پلټونکو د ايران اټومې ځايونه ته اخري وار د جون په ۱۳مه د اسراییلي هوايي بریدونو له پیل څو ورځې مخکې ورغلي ول.
بل پلو د ایران د پارلېمان د جون پر ۲۵مه د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان سره د همکارۍ د ځنډولو پرېکړه تصویب کړه.