د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند اعلان کړ


د امریکا، اسراییل او ایران مشران
د امریکا، اسراییل او ایران مشران

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۳مه ناوخته اعلان وکړ چې د اسراییل او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه وکړه چې "په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړې دي."

دا اعلان ولسمشر ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت په خپاره کړي بیان کې کړی دی.

نوموړي لیکلي کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی او په ۲۴ ساعتونو کې به په پړاونو کې پلی شي، چې له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسي.

رویټرز خبري اژانس د یو باخبره چارواکي په حواله خبر ورکړی چې په قطر کې د امریکا په هوايي اډه د ایران له هوايي بریدونو وروسته، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې د امریکا د اوربند وړاندیز ته د تهران موافقه ترلاسه کړه.

دغه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، زیاته کړه چې دا ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته خبر ورکړ چې اسراییل له اوربند سره موافقه کړې او له هغه څخه یې د تهران د راضي کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس د "لوړ پوړي ایراني چارواکي" په حواله چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، راپور ورکړ چې تهران له اسراییل سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز مني، چې د قطر په منځګړیتوب شوی دی.

د امریکا ولسمشر په یوه بل پوسټ کې د قطر له امیر څخه "د سیمې د سولې لپاره د هغه د ټولو کارونو لپاره" مننه وکړه او په یوه ورپسې پوسټ کې یې ولیکل: "نړۍ ته مبارکي، دا د سولې وخت دی.

وروسته له هغه چې ایران د جون په ۲۳مه په قطر کې د العدید په هوايي اډه توغندي وویشتل، ټرمپ وویل چې په بریدونو کې هیڅ امریکایی ته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې ایران په برید کې څو لنډ او منځني واټن بالستیک توغندي وویشتل او ویې ویل چې د تلفاتو هیڅ راپور نه شته.

د ایران یا اسراییل له خوا په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی، او دا روښانه نه ده چې ایا ایران د یورانیمو د غني کولو د پای ته رسولو لپاره د امریکا له خوا له ټاکل شويو شرایطو سره موافقه کړې ده که نه ده.

پر ایران د اسراییل بریدونه د جون په ۱۳مه پیل شول، او ایران یې په غچ اخیستونکو بریدونو سره ځواب ورکړ. ایران د جون پر ۲۲مه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته په قطر کې د العدید په امریکایي هوايي اډه توغندي وویشتل.

د امریکا ولسمشر ټرمپ له ایران مننه کړې او ویلي یې دي چې تهران په قطر کې د برید په اړه وار له مخه حال ورکړی و نو ځکه یې پر قطر توغول شویو توغندیو هېڅ زیان نه دی اړولی. ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG