په امریکا کې مېشت د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وایي، پر ایران د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۳۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جون پر ۲۳مه د دې بنسټ د خپاره شوي رپورټ پر اساس لیکلي چې په وژل شویو کې ۲۳۵ امنیتي ځواکونه او ۳۸۰ عام وګړي شامل دي.
د څه باندې درې سوو نورو وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ایران د عامې روغتیا وزارت بیا د جون پر ۲۲مه ویلي و چې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۵۶ نور ټپي شوي دي.
د اسراییل لوري ته بیا په رسمي ډول یوازې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او سلګونه نور یې ټپيان ښودلي دي.
اسراییل د جون پر ۱۳مه پر ایران برید کړی او له هغه راهیسې یې پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د جون پر ۲۲مه امریکا هم په دې جګړه کې د ښکېلتیا اعلان وکړ او پخلی یې وکړ چې د ایران درې ایټمي تاسیستات یې په نښه کړي او د ایران ایټمي پروګرام یې له منځه وړی دی.