د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په صوابۍ کې دوه پولیس وژلي دي


د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له مودې راهیسې قبایلي مشران او امنیتي عسکر په هدفي بریدونو کې په نښه کېږي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له مودې راهیسې قبایلي مشران او امنیتي عسکر په هدفي بریدونو کې په نښه کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې پولیس وايي چې د جون پر ۲۰مه ناوخته ناڅرګندو کسانو د پوليس دوه سرتيري په ډزو وژلي دي.

د صوابۍ ضلعي د پوليسو وياند لياقت علي د جون پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې "دا پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې کله د ای ډي ايس تاڼې دوه عسکر جمال الدين او زاهد د ټوپۍ تحصیل پر ګدون سړک له شپې ناوخته د معمول ګشت کاوی او وسله والو پرې ډزې وکړې."

لیاقت علي وویل چې دواړه عسکر په هم دې ډزو کې وژل شوي دي.

د دوی په وینا، د وژل شويو پوليسو جنازه د شاه منصور په لویس لاین کې ادا کړل شوې ده او د پولیس چارواکو پکې ګډون کړی دی.

لياقت علي زياته کړه چې پولیس د وسله والو لټون پیل کړی دی خو تر اوسه یې څوک نیولی نه دی. تر دې مهاله چا د دې پېښې زمه واري نده منلې.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له مودې راهیسې قبایلي مشران او امنیتي عسکر په هدفي بریدونو کې په نښه کېږي. د دې پرضد په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG