رپورټونه وايي چې د افغانستان یوه ځوانه سندرغاړې زلاله هاشمي له دوو اوونیو راهیسې په کابل کې ورکه ده.
ځینو رسنیو د زلالې هاشمي د کورنۍ په حواله رپورټ ورکړی چې هغه په کابل کې له خپله کوره وتلې وه او د دوو اوونیو په تېرېدو یې لا د مرګ او ژوند خبر نشته.
د ښځو د حقونو ځینو فعالانو هم د زلالې هاشمي په ورکېدو سخته اندېښنه ښوولې ده.
د راپورونو له مخې زلاله چې واده شوې ده د یواځیني څلور کلن ماشوم صحي وضعه یې ښه نه ده.
زلالې هاشمي کلونه مخکې د افغان ستوري په نوم په یوه رقابتي پروسه کې ګډون کړی وو او د یوه محدود وخت لپاره یې سندرې وویلې.
د طالبانو حکومت لا د دې افغان سندرغاړې په ورکېدو څه تبصره نه ده کړې.
طالبانو په موسیقۍ او سندرغاړو کلک بندیز لګولی او په افغانستان کې پاتې ځینې سندرغاړي په پټه ژوند کوي او له سختیو سره مخ دي.