د بلوچستان په چمن کې انتظامي چارواکي وايي چې هلته ناڅرګنده وسله والو په برید کې یو لېویز وژلی او دوه نور یې ټپي کړي دي.
د چمن مرستیال کمشنر حبیب بنګلزي د جون پر ۲۰مه خبریالانو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د چمن زاړه تبلیغي مرکز ته نژدې شوې ده.
د دوی په وینا، په پېښه کې د عصمت الله په نامه د لېویز ځواک غړی وژل شوی دی خو محمد عباس او عبدالرزاق نومي عسکر د درملنې لپاره کوټې ته لېږل شوي دي.
چارواکي وايي چې وسله وال له بریدونه وروسته تښتېدلي دي. چار تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.
له چمن سره اړه لرونکي د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي پر انتظامیه غږ کړی چې په دې پېښه کې ککړ کسان زر تر زره معلوم او ګرفتار کړي.