د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له عاصم منیر سره یې د ایران په اړه خبرې کړې دي


ټرمپ وايي له عاصم منیر سره یې د ایران په اړه خبرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د جون ۱۹مه د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې اوومه ورځ ده. اسراییلي چارواکي وايي، ایران د هغوی په جنوبي ښار بیرالسبع کې یو روغتون په میزایلو ویشتی دی. په سملاسي توګه د مرګژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د جون پر ۱۸مه یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره وکتل، خبریالانو ته ویلي چې د دواړو ترمینځ د خبرو پر مهال د ایران او اسراییلو ترمینځ د جګړې په اړه هم خبرې شوې دي. ټرمپ وايي که څه هم پاکستان د ایران او اسراییلو ترمینځ د جګړې په اړه خپل یو دریځ لري خو د پاکستان د پوځ مشر له هغه سره په ځینو خبرو سلا شوی دی. نور تفصیل د رایټرز او اې اېف پي خبري اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ راپور کې وګورئ:

XS
SM
MD
LG