پولیس وايي، په پېښور پوهنتون کې دننه د دوو مېرمنو جسدونه موندل شوي دي.
د پوهنتون د تاڼې محرر غني خان د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې وژل شوې مېرمنې مور او لور دي.
ده وویل، "عیسوي مذهبه دي، په ډزو ویشتل شوې دي او مړي یې په لاله زار کرسچین کالونۍ کې له کلیسا سره نږدې موندل شوي دي."
غني وايي، د ۴۵ کلنې شاهین بي بي او د ۱۷ کلنې کېنزا د وژونکو په اړه دم ګړۍ ته معلومات نشته او نه یې هم چا د وژلو ذمه واري قبوله کړې ده خو پولیسو خپلې پلټڼې پیل کړې دي.
په پاکستان کې پر مذهبي لږکیو تر دې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي دي.