په ګلګت بلتستان کې د جون پر ۱۵مه سیند ته د یو موتر لوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.
په سیمه کې د ژغورنې ادارې - ريسکيو ۱۱۲۲ - چارواکي وايی چې د نګر ضلعې په شینبر سیمه کې سیند ته د یو موټر د لويدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې لا هم ورک دي.
د یادې ادارې چارواکي نظام الدین رسنیو ته ويلي چې د دې کورنۍ غړي د کوژدې له مراسمو ستنېدل چې موټر يې سیند ته وغورځيد.
د ده په وینا، په دې موټر کې ټول اووه کسان سپاره وو چې شپږ ډوب شوي او یو ټپي شوی دی.
ده زیاته کړې، "د ژغورنې ادارې لامبوزنو درې جسدونه موندلي او د پاتې درو کسانو موندلو لټون روان دی."