د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټریا یوه ښوونځي کې پر ډزو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي


د اسټریا په یو سکول کې ډزې، ۱۰ کسان وژل شوي ۱۰ ژوبل دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

د اسټریا په یو سکول کې ډزې، ۱۰ کسان وژل شوي ۱۰ ژوبل دي

د اسټریا (اتریش) چارواکي وايي د هغه هېواد په ګراز ښار کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د ګراز ښاروالې اېلکي کار په یوه بیان کې ویلې دي چې د جون پر ۱۰مه د لېسې یوه زده کوونکي د ښوونځي په نورو زده کوونکیو او ښوونکیو ډزې کړې دي. نوموړې وايي په ډزو کې ځیني کسان ژوبل شوي هم دي.

د اسټریا اې پي اې خبري اژانس د ښاروالې له خولې لیکلې دي چې ژوبل کسان تر درملنې لاندې دي او دا یوه ډېره "دردناکه" پېښه ده. اژانس زیاتوي چې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه اووه زده کوونکي هم وژل شوي دي.

د اسټریا کرونن سایتونګ ورځپاڼې لیکلې دي چې په دې پېښه کې ۱۰ کسان ژوبل شوي هم دي. ورځپاڼې دا هم لیکلې دي چې بریدګر د ښوونځي په یوه تشناب کې مړ موندل شوی دی. پولیسو د بریدګر د وژنې خبره په اېکس په یوه بیان کې تایید کړې ده:

د سیمې د پولیسو یوه ویاند ویلې دي چې پولیسو سیمه خوندي کړې او زده کوونکي او ښوونکي یې له ودانۍ ویستي دي.

په اتریش کې داسې پېښې ډېره سابقه نه لري.

یواځې تېره فبرورۍ میاشت کې د اتریش په جنوب کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.

اسټریا د اروپا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات شمېر ولسي وګړي یې وسلې لري. د یوې سروې له مخې چې د وړې وسلې ادارې (Small Arms Survey) ترسره کړې ده ښايي چې په اسټریا کې ۳۰ سلنه خلک وسلې لري.

په دې اړه نور جزیات راروان دي.

XS
SM
MD
LG