د امریکا ولسمشر امر کړی چې له راتلونکې اوونۍ څخه به د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته د داخلېدو اجازه ونه لري.
ډانالډ ټرمپ د جون پر څلورمه د یو فرمان په لاسلیکولو سره امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه. د دې فرمان اجرا به د روانې جون میاشتې له نهمې نېټې نه کېږي.
نوموړي په دې فرمان کې ویلي: "ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دی."
له افغانستان سربیره، د ایران، برما، چاډ، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر بندیز لګول شوی دی.
پر دې سربېره د اوو نورو هېوادونو پر خلکو جزوي محدودیتونه لګول شوي دي. دا هېوادونه بروندي، کیوبا، لاووس، سیرا لیون، ټوګو، ترکمانستان او وینزوېلا دي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم داسې یو فرمان صادر کړی وو چې له مخې يې تر ډېره د مسلمانو هېوادونو له هغې ډلې د عراق، سوریې یا شام، ایران، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمني وګړو په سفر بندیز لګول شوی وو.
د ډانالډ ټرمپ په دې فرمان کې ځیني استثناوې موجودې دي چې پکې د ګرین کارډ لرونکي، هغه کسان چې وار له مخې امریکې ورته وېزې ورکړي او هغه وګړي چې امریکا ملي ګټو ته یې کار کړی وي، کولی شي امریکا ته سفر وکړي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیالې سکرترې ابي ګېل جېکسن د جون پر څلورمه پر اېکس لیکلي: "ولسمشر ټرمپ خپله هغه ژمنه پوره کوي چې ویلې یې ول امریکا به له خطرناکو عناصرو ژغوري کوم چې غواړي زموږ هېواد ته راشي او تاوان راورسوي."
د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د جون پر څلورمه په یوه ویډیويي بیان کې دا هم ویلي دي چې په نړۍ کې د ګواښونو په زیاتېدو سره امکان لري نور هېوادونه هم د بندیزونو په لیسټ کې شامل کړل شي.