د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بنګلا دېش ته په درېمه ۲۰ اووريزه لوبه کې هم ماتي ورکړه


پاکستان د بنګلا ديش پرضد د دري شل اورريز لوبلړۍ وګټله
پاکستان د بنګلا ديش پرضد د دري شل اورريز لوبلړۍ وګټله

پاکستان بنګلادېش ملي کرکټ لوبډلې ته د جون پر لومړۍ نېټه د کرکټ په درېمه او وروستۍ ۲۰ اووریزه لوبه کې په اوو وېکټو ماتي ورکړه.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې بنګلا دېش په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې. پاکستان په ځواب کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹۷ منډو هدف په ۱۷ اوور کې پوره کړ.

د پاکستان لوبغاړو محمد حارث ته د لوبې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړې جايزه ورکړل شوه.

د درې شل اوريزه لوبلړۍ دري دواړه لوبې پاکستان ګټلې دي. د مې پر ۳۰مه شوې سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۲۰۱ منډې وکړې. په ځواب کې د بنګلادېش ټول لوبغاړي د ۱۹ اوورو تر لوبولو وروسته وسوځېدل او ۱۴۴ منډې يې وکړې.

تر دې وړاندې، د مې پر ۲۸مه هم پاکستان بنګلادېش ته په لومړۍ ۲۰ اووره لوبه کې په ۳۷ منډو ماتې ورکړې وه.

په پاکستان کې تر دې وړاندې، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیالۍ تر سره شوې چې پايلوبه يې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه. په هغه سيالۍ کې لاهور قلندرز کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سياليو اتله شوه.

XS
SM
MD
LG