د صوبې پر وسايلو قبضه د منلو وړ نه ده: عوامي نېشنل ګوند
د خيبر پښتونخوا په بنو کې د جون پر لومړۍ نېټه د عوامي نيشنل ګوند تر سیوري لاندې ګڼ ګونديزه غونډه شوې ده چې کې د سياسي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ فعالانو، قبایلي مشرانو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو. دوي د صوبايي حکومت لخوا د کانونو او معدنياتو مجوزه قانون رد کړی دی. د غونډې ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د امنيت ټينګښت لپاره عملي کار وکړي. که څه هم حکومت د بنو ګڼ ګونديزې غونډې په اړه څه نه دي ويلي خو په وار وار یې دا روښانه کړې چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو پرضد یې هدفي عملیات روان دي او د دوی په وینا، په دې کې د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.