په خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې "ریسکيو ۱۱۲۲" وايي د جون پر لومړۍ نېټه د دره ادم خېلو په اخور وال سیمه کې یو کور سره نيږدې په ټيوب ويل کې شوې چاودنې دوه کسان وژلي دي.
د یادې ادارې ویاند بلال فيضی مشال راډيو ته وویل چې تر دا مهال د دې چاودنې علت نه دی معلوم ، خو زیاتوی چې دې چاودنې د دې ټيوب ويل او کور ودانۍ ړنګې کړې دي.
تر دا مهاله د دې چاودنې زمه واري چا نه ده منلې. د کوهاټ ضلعې پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پیښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا ريسکيو ۱۱۲۲ وايي چې تيره شپه ناوخته د بنو په ککي خېلو کې د دې ادارې له جوړېدونکې ودانۍ سره چاودنه شوې خو څه ځاني زیان يې نه دی اړولی. پولیس وايي پلټنې يې پيل کړې دي.