تراب: خپل لومړی ناول مې پر نوې موضوع ليکلی دی
حفیظ الله تراب د افغانستان په معاصر داستاني ادبیاتو کې د یاد وړ نوم دی. هغه له تېرو څو لسيزو راهیسې لنډې کیسې، طنزونه او ډرامې لیکلي دي. نوموړي تازه تازه خپل یو ناول هم پښتو ادب ته وړاندې کړی دی. د هغه ادعا ده چې ناول یې د موضوع له پلوه ناویاته دی. دا ناول "هغه به څوک وو؟" نومېږي او په اړه یې ځیني کره کتونکي دا باور هم لري چې د سبک له پلوه دا جادوګر ریالېزم ته نېږدې یو ناول دی.