په پاکستان کې د مياشتې ليدلو مرکزي کمېټۍ اعلان کړی دی چې په هغه هېواد کې به لوی اختر د جون پر اوومه لمانځل کېږي.
د رويت هلال کمېټۍ غونډه د مې پر ۲۷مه په اسلام اباد کې وشوه. تر غونډې وروسته د کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير ازاد يوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستان له هېڅ سيمې څخه يې د ذوالحج مياشتې ليدو شهادت نه دی تر لاسه کړی.
نوموړي زياته کړه: "په اجماع سره پرېکړه وشوه چې د ۱۴۴۶م هجري قمري کال د ذوالحج لومړۍ نېټه به د پنجشنبې پر ورځ (د مې پر ۲۹مه) وي او لوی اختر به د جون پر اوومه، د شنبې پر ورځ لمانځل کېږي."
هغه یادونه وکړه چې د پاکستان په ډېری سيمو کې وريځ ول خو په ځینو برخو کې فضا پاکه وه.
په غونډه کې د هغې کمېټۍ پر غړو سربېره د نورو څانګو چارواکي او متخصصین هم د مياشتې لیدلو لپاره راټول شوي ول.
بلخوا د سعودي عرب حکومت د مې پر ۲۷مه اعلان وکړ چې د ذوالحج میاشت یې لیدلې او لوی اختر به د جون پر شپږمه لمانځل کېږي.
د عربي رسنیو ترمخه، د حج لوی رکن "وقوف عرفه" به د جون پر پينځمه وي.
که څه هم کوچنی اختر د هجري قمري کال د شوال مياشتې پر لومړۍ نېټه لمانځل کېږي، خو لوی اختر بيا د ذوالحجې مياشتې پر ۱۰مه لمانځل کېږي.