چارواکي وايي په پېښور کې ناپېژندليو وسلوالو دوه پولیس سرتېري په ډزو ژوبل کړي دي.
د پېښور د ناصر باغ تاڼې محرر محمد عرفان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د پولیسو د ګزمې (ګشت) یو ګاډی د معمول پر ګشت روان وو چې د ناصر باغ په شېخ یاسین سيمه کې نامعلومه وسلوالو ډزې ورباندې وکړې.
نوموړی وايي په دغو ډزو کې د پولیسو دوه سرتېري مزمل خان او حسن خان ژوبل شول.
پولیس وايي ژوبل پولیس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د نامعلومو وسلوالو پر ضد یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
رپورټ وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ټول ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.