د خيبر په تیرا کې ځوانانو امن لښکر جوړ کړی
د خیبرضلعې په تیرا میدان کې ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو مشال راډیو ته تصدیق کړی چې هلته ځوانانو د لشکرجنوداُلخیبر په نوم نوې ډله اعلان کړې ده. د تيرا د ځايي وګړو په خبره دا امن لښکر دی چې غړو یې وسلې راخیستې او وايي چې خپله سیمه به د وسله والو له بریدونو ژغوري. خو ځينو قومي مشرانو ويلي چې امن راوستل د امنيتي ادارو او ریاست ذمه واري ده. د دوی په وينا پخوا هم د وسله والو په وړاندې امن لښکرو نه يوازې نتيجه نه ده ورکړې بلکې ګڼ کسان یې وژل شوي هم دي.