د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان بېلابېلو هېوادونو ته د پلاوو له لېږلو څه حاصلول غواړي؟


هند او پاکستان بېلابېلو هېوادونو ته د پلاوو له لېږلو څه حاصلول غواړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:43 0:00

پاکستان او هند د مې له اوومې څخه تر يوولسمې پورې تر جګړې وروسته، د نړيوال ملاتړ زیاتولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته پلاوي لېږلي دي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر فېلډ مارشل عاصم منير د ترکیې له چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. شريف او پلاوی به یې په دې پينځه ورځني سفر کې ایران، اذربایجان او تاجکستان ته هم ځي. بلخوا هند د نړۍ ګڼو هېوادونو ته په ملکي چارواکو او د بېلابېلو ګوندونو پر غړو مشتمل پلاوي لېږلي دي. د دغسې يو پلاوي مشر، ششي تارور وايي کوښښ کوي نړۍ ته وښايي چې د ترهګرۍ پر ضد يو موټی کېدل ضروري دي. په دې اړه د اسرار عالم مومند ويډيو راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG