د پاکستان سپر ليګ شل اووره کرکټ سیاليوو کې لاهور قلندرز کوټه ګلېډيېټرز ته په اخري اوور کې ماتې ورکړه او دا جام یې وګاټه.
د مې په ۲۵مه په لاهور کې شوې دې سیالۍ کې کوټه ګلېډيېټرز لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۰۴ رنزونه جوړ کړل. حسن نواز تر ټولو ډېرې، په ۴۳ بالونو ۷۶ منډې وکړې. د لاهور قلندرز لوبډلمشر، شاهين اپريدي په څلورو اوورونو کې د ۲۴ رنزونو په ورکولو سره، ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
لاهور قلندرز د ۲۰۴ رنزونو هدف د ۴ لوبغاړو په زیان په اخري اوور کې پوره کړ. کوسال پرېرا په ۳۱ بالونو ۶۲ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله. د هغه تر څنګ سکندر رضا په ۷ بالونو د ۲۲ منډو په کولو سره د لاهور قلندر په بریا کې مهم کردار ترسره کړ.
لاهور قلندرز ته د اتلولۍ ګټلو لپاره ۵ لاکه ډالر او کوټه ګلېډيېټرز ته دوه لاکه ډالر ورکړل شول. حسن نواز د دې سیاليوو غوره لوبغاړی اعلان شو.
د پي اېس اېل دا سیالۍ د اپرېل په ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې وې چې پکې ټولې ۳۴ لوبې وشوې. دا لوبې د مې په لومړيوو کې د پاکستان او هند د جګړې له امله وځنډېدلې خو د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوربند وروسته بیا پيل شوې.