د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې پر شام د امريکايي بندیزونو ليرې کول ستايلي دي


اردوغان او الشرع په استنبول کې د ملاقات په مهال
اردوغان او الشرع په استنبول کې د ملاقات په مهال

د ترکیې او شام ولسمشرانو د مې په ۲۴مه په استنبول کې سره ولېدل او وروستي سيمه ییز پرمختګونه یې وستایل.

تر هغو لېدو کتو وروسته، د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د شام (سوريې) له ولسمشر احمد الشرع سره یې ملاقات پر امنيتي او اقتصادي چارو څرخېده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې اردوغان پر شام د امريکايي بندیزونو د ليرې کولو هرکلی وکړ.

دا ملاقات چې مخکې یې د کېدو خبر نه وو ورکړل شوی، د امريکايي حکومت لخوا پر شام د بندیزونو د یوې برخې د ليرې کولو تر اعلان يو ورځ وروسته شوی دی. د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې ويلي چې په اوسمهال دا بندیزونه د شپږو مياشتو لپاره لیرې شوي او حالاتو ته په کتو به یې په مرحله وار شکل ختم کړي.

د استنبول په غونډه کې د ترکیې او شام د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو ګډون کړی وو.

د يادونې ده چې امريکا پر الشرع او د هغه لخوا رهبري کېدونکې وسله والې ډلې، هیئت تحرير الشام بندیزونه لګولي وو. پر هغه یې د ۱۰ مېليونو ډالرو جایزه هم اعلان کړې وه خو د ۲۰۲۴ کال په دیسمبر کې یې دا انعام تر هغه وروسته لیرې کړ چې د الشرع په مشرۍ وسلوالو د ايران او روسیې ملاتړ لرونکی، د بشارالاسد حکومت نسکور او خپله واکمني پيل کړه. تر هغه وروسته، الشرع چې پخوانی نوم یې ابو محمد جولاني دی، نړۍ ته ځان د يو "سختدريځه وسلوال" پر ځای د يو "معتدل مشر" په توګه وړاندې کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډانلد ټرمپ د مې پر ۱۴مه، په سعودي عرب کې الشرع سره ملاقات وکړ او پر شام یې د بندیزونه د ليرې کولو د پيل اعلان وکړ. سعودي عرب او ترکیه د الشرع تر ټولو مهم ملاتړي ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG