د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه فهد وايي ښوونځي ته تلونکي ماشومان يې د سترګو په وړاندې ووژل شول


 شاه فهد وايي ښوونځي ته تلونکي ماشومان يې د سترګو په وړاندې ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:04 0:00

د شمالي وزیرستان په هورمز سيمه کې په ډرون بريد کې د وژل شويو ماشومانو پلار شاه فهد وايي چې د مې پر ۱۹مه سهار مهال يې ماشومان ښوونځي ته تلل چې ووژل شول. نوموړي د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې ډرون چلوونکي د کېمرې له لارې هر څه څاري او کنټرولوي يې، خو بيا يې هم بريد وکړ او د ده درې زامن او يو وراره يې ورووژل او دوه نور زامن او مېرمنه يې ورژوبله کړه. هغه زياته کړه چې په خپلو ماشومانو او مېرمنې پسې يې منډې وهلې، خو ډرون يې بيا هم د کور پر سر ګرځېده. شاه فهد وايي، د خپلو ماشومانو له جسدونو سره شپه او ورځ کښېناستل او احتجاج کول "اسانه پرېکړه" نه ده خو د هغه په وينا، دا "سخت اقدام" يې د سیمې د نورو ولسي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کړی دی. نوموړي زياته کړه، "پر ماشومانو يا خو په غزه کې بریدونه کېږي او يا په وزیرستان کې." بلخوا د پاکستان پوځ وايي چې پر ماشومانو هغوی بريد نه دی کړی او دعوه کوي چې هغوی د وسلوالو په بريد کې وژل شوي دي، خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او نه هم وسلوالو ډلو د هغه بريد مسوليت منلی دی. بشپړه مرکه

XS
SM
MD
LG