د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت جنرال عاصم منير ته د "فيلډ مارشل" رتبه ورکړه


د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير (په مينځ کې ولاړ) په لاهور کې ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير (په مينځ کې ولاړ) په لاهور کې ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان مرکزي کابينې د هغه هېواد د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ته د "فیلډ مارشل" (مارشال) رتبې د ورکولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر د مې پر ۲۰مه د مرکزي کابينې تر غونډې وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې دا رتبه جنرال منير ته د هغه هېواد "د امنیت باوري کولو" او د هند پر ضد په "بُنيانُ المرصوص" عملياتو کې "د لوړې ستراتیژۍ او زړورې رهبرۍ" له امله ورکړل شوې ده.

په پاکستان کې د فيلډ مارشل رتبه د پوځ تر ټولو لوړه رتبه ده. جنرال عاصم منیر د پاکستان په تاريخ کې دويم کس دی چې دغه رتبه ورکول کېږي. تر هغه وړاندې د پاکستان پخواني پوځي واکمن ایوب خان په ۱۹۵۹ز کال کې د فیلډ مارشل رتبه تر لاسه کړې وه.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۰مه په خپاره کړي بيان کې د جنرال عاصم منير له خولې ليکلي دي چې هغه د ولسمشر، وزیراعظم او مرکزي کابینې د دې "باور له امله مننه کوي."

دا تر هغه وروسته ده چې هند د مې پر اوومه پر پاکستان د "سيندور" په نوم پوځي عمليات وکړل او دعوه يې وکړه چې د ترهګرو مرکزونه يې په نخښه کړي دي. وروسته پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د "بُنيانُ المرصوص" په نوم پوځي عمليات وکړل او ميزايلونه يې ورباندې وتوغول. پر همهغه ورځ ناوخته د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ.

تر هغو عملياتو وروسته، د مې پر ۱۳مه د پاکستان پوځ وويل چې د هند پر ضد د عملياتو پر مهال يې ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل شوي دي.

بيان زياته کړې وه چې د مې د شپږمې او اوومې نېټې په مينځنۍ شپه د هند له خوا پر پاکستان په شویو بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان هم وژل شوي او ۱۲۱ ژوبل شوي ول.

بلخوا د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د مې پر ۱۰مه يې د هند پر ضد د عملياتو پرمهال د هغه هېواد يوشمېر پوځي اهداف په نخښه کړي ول، خو هندي چارواکو د پاکستان په بريدونو کې خپلو سرتېرو ته اوښتې کره مرګژوبله نه وه په ډاګه کړې، البته دعوه يې کړې وه چې د مې له اوومې راهيسې د پاکستان په بريدونو کې يې شاوخوا ۱۹ "ولسي وګړي" وژل شوي ول، چې زياتره يې د هند تر واک لاندې کشمير کې ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG