د خیبر پښتونخوا د لکي مروت پولیس وايي د وسله والو سره په نښته کې د امن کمېټې يو غړی وژل شوی دی.
د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد خان د مې پر ۱۸مه، مشال راډيو ته وویل چې د بیګو خیل امن کمیټي غړو له وسله والو سره تر دوو ساعتونو جګړه کړې چې په نتيجه کې یې د امن کمېټې يو تن وژل شوی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
په لکي مروت کې موجودې امن کمېټې د پولیسو په مرسته رامنځته شوې دي. د دوی کار د ناامنۍ مخنيوی او د وسله والو فعاليت کمول دي. کالعدم اعلان شوې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د امن کمېټو ته خبرداری ورکړی او ګواښونه یې ورته کړې دي.
په همدې حال کې لکي مروت پولیسو د مې پر ۱۸مه پر فیسبوک د تصويرونو په خپرولو سره اعلان کړی چې په بهرام خېل کې یې يوه بله د امن کمېټې جوړه کړې ده. د پولیسو په وينا امن کمېټې د پولیسو سره په امن کې مرسته کولی شي.