د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تېلو نوي نرخونه اعلان کړل


په کراچۍ کې يو تن ګاډي کې تېل اچوي - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې يو تن ګاډي کې تېل اچوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت د ډيزلو نرخ کم کړی دی خو د پېټرولو هغه يې برقرار ساتلی دی.

د خزانې وفاقي وزارت د مې پر ۱۵مه ناوخته په يوه اعلاميه کې ویلي دي چې ډيزل يې د لیټر په سر دوه روپۍ ارازنه کړي دي او اوس د يو ليټر ډيزلو نوی نرخ ۲۵۴.۶۴ ته راکم کړل شوی دی. په اعلاميه کې راغلي دي چې د پېټرلو په نرخ کې يې هېڅ بدلون نه دی کړی.

په پاکستان کې اوس مهال یو لیټر پېټرول په ۲۵۲.۶۳ روپو خرڅېږي او دا نرخ له تېرو څو اونیو راهیسې په خپل حال دی. بل لوري ته د خاورو تېلو يو ليټر نرخ پينځه روپۍ او څلور پيسې راکم کړل شوی دی او اوس يې نوی نرخ ۱۶۴.۶۵ روپۍ مقرر شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې په هرو ۱۵ ورځو کې د تېلو قيمتونو ته کتنه کيږي او بیا یې نرخونه اعلانېږي.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزارت وايي په نړیوال بازار کې د تېلو نرخونو ته په کتو یې د پېټرولو، ډیزلو او د خاورو د تېلو تازه نرخونه د تيلو او ګيس انتظام کونکې ادارې (اوګرا) په سپارښتنه اعلان کړي دي.

حکومت ویلي دي چې دا نرخونه به د مې تر ۳۱مې پورې د منلو وړ وي او بیا به نویو حالاتو ته په کتو د تېلو نوي نرخونه اعلان کړل شي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG