امير مقام: د جون ۳۰مه د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو حتمي نېټه نه ده
د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سیفران وزیر امیر مقام ویلي دي چې په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغان کډوالو د استوګنې مهلت (ضرب الاجل) د روان ۲۰۲۵ز کال د جون ۳۰ نېټه ده، خو د هغه په وينا دا حتمي نه ده، ځکه په جون مياشت کې به مرکزي کابينه په دې اړه غونډه او پرېکړه کوي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان وخت په وخت افغان کډوالو ته خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره وخت ورکړی دی. امير مقام له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وويل چې د پاکستان حکومت لومړی بې اسناده کډوال باسي، ورپسې افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي کډوال او په پای کې به پي او ار کارډ لرونکي افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي. ويډيو مرکه.