د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران په يو مهم بندر کې زورورې چاودنې له ۵۰۰ زيات کسان ژوبل کړي دي


د اپرېل پر ۲۶مه د ايران د هرمزګان صوبې په شهيد رجايي بندر کې تر چاودنې وروسته ګڼ او تور لوګی پورته کېږي.
د اپرېل پر ۲۶مه د ايران د هرمزګان صوبې په شهيد رجايي بندر کې تر چاودنې وروسته ګڼ او تور لوګی پورته کېږي.

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې يوې لويې او زورورې چاودنې له ۵۰۰ زیات کسان ژوبل کړي دي.

د ايران دولتي خبري اژانس اېرنا راپور ورکړی چې د اپرېل پر ۲۶مه هغه چاودنه بندر عباس ته نېږدې په شهید رجايي بندر کې وشوه، چې د بندر عباس په لوېدیز اړخ کې یې ځینې صنعتونه هم اغېزمن کړل.

اژانس زياتوي، لومړني راپورونه ښيي چې د ګازو يو ټانکر چاودلی دی چې په شاوخوا سیمو کې يې هم ویجاړي رامينځته کړې ده.

په انټرنېټ کې خپرېدونکي ویډیوګانې ښيي چې د پېښې له ځایه ګڼ او تور لوګی پورته کېږي.

د ايران د بیړنیو خدماتو ادارې یو وياند ویلي دي چې د پېښې په نتيجه کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۶۱ کسان ژوبل شوي دي.

د هرمزګان ولايت د سرې میاشتې ټولنې مشر رسنیو ته تر دې دمه د لږترلږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده.

نوموړي ویلي چې د چټک غبرګون ډلې سمدستي د پېښې ځای ته لېږدول شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې د چاودنې لامل تر اوسه نه دی معلوم او پلټنې روانې دي.

بلخوا اداري ویاندې، فاطمې مهاجراني، ويلي دي چې د چاودنې دقیق لامل به تر هغه وخته معلوم نه شي تر څو چې اور بشپړ مړ نه شي، خو هغې زیاته کړه چې په بندر کې د کیمیاوي موادو لرونکي کانټېنرونه د چاودنې احتمالي سرچینه دي.

XS
SM
MD
LG