د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې يو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی دی


په پېښور کې د يو وژل شوي کس مړی د هغه خپلوانو په جومات کې اېښی دی ـ انځور له ارشيفه
په پېښور کې د يو وژل شوي کس مړی د هغه خپلوانو په جومات کې اېښی دی ـ انځور له ارشيفه

پوليس وايي، په پېښور کې ناپېژندليو وسلوالو د سرکاري ښوونځي يو ښوونکی په هدفي بريد کې وژلی دی.

د وژل شوي ښوونکي ورور فلک ناز د پېښور په فقير اباد تاڼه کې په درج کړي راپور کې کې ويلي دي چې ۵۵ کلن غني الرحمان د اپرېل پر ۲۵مه ښوونځي ته روان وو چې په افغان کالونۍ کې "نامعلومو" موټر سايکل سپرو وسلوالو ډزې ورباندې وکړې.

فلک ناز مشال راډيو ته وويل چې ورور يې د پېښور د نانک پورې په پرايمري سکول (ابتدايي ښوونځي) کې هيډ ماسټر (مشر ښوونکی يا سرمعلم) وو.

نوموړي زياته کړه چې هغوی له هېچا سره څه ډول دښمني نه لري.

تر اوسه چا د هغه د وژنې ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پوليس وايي چې د مشکوکو کسانو خلاف يې د لټون عمليات پيل کړي دي خو تر اوسه يې څوک نه دي نيولي.

په وروستیو کې د پېښور په ګډون په شمالي وزيرستان، بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

رپورټ زیاتوي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG