د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې چاودنې یو لوړپوړی پوځي افسر وژلی دی


پلټونکي له مسکو سره نېږدې د هغه ځای جاج اخلي چې پکې موټر بمي چاودنې لوړپوړی جنرال وواژه - د اپرېل ۲۵مې انځور.
پلټونکي له مسکو سره نېږدې د هغه ځای جاج اخلي چې پکې موټر بمي چاودنې لوړپوړی جنرال وواژه - د اپرېل ۲۵مې انځور.

د روسیې د پلټنو کمیټۍ ویلي چې له مسکو سره نېږدې په موټر بمي چاودنه کې یو لوړپوړی پوځي چارواکی وژل شوی دی.

کمېټۍ ویلي چې جنرال یروسلاف مسکالېک د اپرېل پر ۲۵مه په کوڅه کې روان وو او چې له بارودو ډک ګاډي ته نېږدې شو نو چاودنه وشوه چې پکې هغه ووژل شو.

کمېټۍ زیاته کړې چې د رېموټ کنټرول بم چاودنې او د جنرال وژنې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

جنرال مسکالېک د روسیې په پوځ کې د عملیاتي چارو د عمومي ریاست مرستیال وو.

دا په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې په روسیه کې دویم لوړپوړی پوځي افسر دی چې له خپل کور سره نېږدې ووژل شو.

تر نوموړي مخکې په ډېسېمبر کې د روسیې د اټومي دفاعي چارو جنرال ایګور کیرېلوف په مسکو کې له خپل مرستیال سره په بمي چاودنه کې وژل شوی وو. د اوکراین استخباراتو پر نوموړي د حملې ذمه واري منلې وه.

د مشال راډیو په روسۍ څانګه کې د سېسټما په نوم د تحقیقاتي خبریالۍ برخې تایید کړې چې چاودنه له مسکو بهر په نېستېروف کوڅه کې شوې او جنرال مسکالېک هلته اوسېده.

مسکالېک د روسیې په پوځ کې لوړپوړی افسر وو چې په ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۹ز کال کې یې د اوکراین په اړه په نارمنډي فارمېټ مذاکراتو کې د خپل هېواد په استازیتوب مهم رول لوبولای وو. په هغو خبرو کې د اوکراین، جرمني او فرانسې استازي هم شامل ول.

داراز، نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د سوریې (شام) له پخواني ولسمشر بشارالاسد سره د خبرو لپاره د روسیې د پلاوي غړی هم وو.

د اوکراین په روانه جګړه کې د مسکالېک احتمالي ښکېلتیا په عام ډول نه ده تایید شوې او اوکراینیو چارواکو یې هم د مړینې په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG