د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې د ګرمۍ د نوې څپې خبرداری ورکړی دی


د اپرېل پر ۲۱مه د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې يو کس له ګرمۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره پر سر څادر اچولی دی.
د اپرېل پر ۲۱مه د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې يو کس له ګرمۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره پر سر څادر اچولی دی.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د ګرمۍ د نوې څپې خبرداری خپور کړی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې سر له ننه (د اپرېل له ۲۲مې) به بيا د اپرېل تر ۲۷مې پورې د هغه هېواد په ډېرو سیمو کې موسم وچ او زيات ګرم وي.

اېن ډي اېم اې ليکلي چې ګرمه هوا به په ځانګړي ډول د بلوچستان او سيند لپاره اندېښمنوونکې وي، چیرې چې د اټکل له مخې د تودوخې کچه له عادي حالته ډېره لوړېدای شي. د همداسې هوا تمه د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په ډېرو سیمو کې هم اټکل شوې ده.

خو د خیبر پښتونخوا په ځانګړو ضلعو کې د لږ باران او خال، خال وريځې امکان شته، چې ايبټ اباد، بنو، بونېر، چارسده، چترال، دیر، هري پور، کرک، کوهاټ، کوهستان، خیبر، کورمه، مانسهره، مومند، نوښار، پېښور، صوابۍ، سوات، او وزیرستان پکې شامل دي.

د بيان له مخې، د ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په بېلا بېلو برخو کې هم په دې موده کې وخت ناوخته د باران امکان شته.

د اقلمي بدلون نړيوالې ادارې ۲۰۲۴ز کال تر ټولو تود کال ګرځولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

اېن ډي اېم اې ولس ته مشوره ورکړې چې اوبه ډېرې وڅښي، د غرمو په سخت لمر کې له وتلو ډډه وکړي، او د هغو کسانو ځانګړی پام وساتي چې د ګرمۍ اغېز ته ډېر حساس وي، لکه ماشومان، زاړه خلک، او هغه کسان چې له تنفسي ستونزو سره مخامخ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اقليمي بدلون د څار نړیوالې ادارې ويلي ول چې تېر کال (۲۰۲۴ز) د نړۍ تر ټولو ګرم يا تود کال وو .

په هغه کال کې که یوې خوا د تودوخې درجه لوړه شوې وه نو بل لوري ته د دې په نتيجه کې په یوشمېر هېوادونو کې سېلابونه راغلي او په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG