د لاسرسي ځای

تازه خبر

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان یوې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان یوې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د متحده عربي اماراتو د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د "سوداګرۍ، پانګونې او هوايي چلند" په ګډون په مختلفو څانګو کې له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه تایید کړې ده.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، دا خبره نوموړي د اپرېل پر ۲۱مه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره د لیدو پر مهال کړې ده.

راډیو وايي، آل نهیان وویل چې د دواړو هېوادونو چارواکي او ولس غواړي چې اړیکې یې لا پیاوړې شې.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د اپرېل پر ۲۰مه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ولاړ.

دولتي راډیو وايي چې آل نهیان تر ډار وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم میا محمد شهباز شریف سره ولیدل.

راډیو وايي، دواړو چارواکو په ملاقات کې پر "سیمه ییز وضعیت او نړیوالو چارو" هم خبرې وکړې.

شریف په خپلو خبرو کې د "تجارت، پانګونې، توانایۍ (انرژۍ) او د ولسونو ترمینځ د رابطو" په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو "ټینګار" وکړ.

متحده عربي امارات له اسلام اباد سره نېږدې اقتصادي او سیاسي تعلقات پالي او په تېرو کلونو کې یې د مالي او اقتصادي بحران پر مهال پاکستان ته پور هم ورکړی دی.

له دې پرته د اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په ابوظبۍ له وزیراعظم شهباز شریف سره د لیدو پر مهال په پاکستان کې د ۱۰ اربه امریکايي ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه.


XS
SM
MD
LG