جرمن چارواکي وايي، د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده یې ۱۳۸ افغانان د هغه هېواد لایپزیګ (لایپڅېښ هم ویل کېږي) ښار ته لېږدولي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۶مه ماخوستن مهال هغه هېواد ته د کډوالو د ځانګړې الوتکې تر رسېدو وروسته وویل چې ټولو افغانانو "د قانوني استوګنې مشروط" جوازونه ترلاسه کړي دي.
المان غږ ووبپاڼې او د جرمني خبري اژانس، د کورنیو چارو وزارت یو ویاند، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، له خولې ویلي دي چې له پناه غوښتونکو څخه یې ۴۵ ماشومان، ۷۶ ښځې او ۶۲ سړي دي.
ټاکل شوې چې هغه افغانان لومړی په مرکزي جرمني کې کیمپ او په راتلونکو دو اونیو کې نورو ښارونو ته ولېږدول شي.
المان غږ ووبپاڼه وايي چې د افغانانو جرمني ته په رسېدو د کډوالۍ په اړه بحث بیا تود شوی دی او منتخب وزیراعظم فریدريښ مرڅ ویلي دي چې تلونکی اېتلافي حکومت په چټکۍ هېواد ته کډوال ورلېږدوي او په دې توګه د ښي لاسو ملاتړ زیاتوي.
خو جرمن چارواکي وايي چې د هغو کسانو جرمني ته د ورتګ ټولې چارې یې پخوا بشپړې کړې وې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دا هغه کسان ول چې حکومت ورسره "ژمنه کړې وه" چې جرمني ته به یې لېږدوي او په دې لړ کې نوې وعده نه ده شوې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا "۲،۶۰۰ افغانان" چې "په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي جرمني ته د تګ په انتظار په پاکستان کې مېشت دي."
په داسې حال کې چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو دویم پړاو روان دی او داسې اندېښنې دي چې اسلام اباد ښايي غربي هېوادونو ته د تګ منتظر افغانان هم وباسي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه له پاکستانیو چارواکو سره "نېږدې همغږي" لري او د هغو افغانانو لېږد ته ژمن دي.
المان غږ ووبپاڼه وايي چې برلېن د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې په درې چارټر پروازونو کې ۴۶۱ افغانان جرمني ته ولېږدول.
د جرمني په ګډون یوشمېر غربي هېوادونو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له خطر سره مخامخ لسګونه زره افغانان خپلو ملکونو ته لېږدولي دي.