د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د اېپي فقیر ۶۵م تلین لمانځل شوی دی


بنو کې د اېپي فقیر ۶۵م تلین لمانځل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو د حقونو د مبارز حاجي میرزا علي خان، چې د اېپي فقیر یا فقیر اېپي په نوم یادېده، د ۶۵م تلین په مناسبت غونډه شوې ده. د اپرېل ۱۶مې ناستې ته د بېلابېلو ګوندونو سیمه ییز مشران، ولسي مشران، ځوانان او د غورځنګونو استازي ورغلي ول او د نوموړي پر سیاسي او جنګي مبارزه یې خبرې وکړې. ویناوالو وویل چې فقیر اېپي د هند پر نیمه وچې د برېتانیا د واکمنۍ پر مهال د ازادۍ د مبارزې له مخکښو شخصیتونو یو وو. د شمالي وزیرستان د اېپي فقیر د پښتنو حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې وه او د ۱۹۴۷ز کال په جون کې په بنو کې د پښتنو د هغې جرګې مشر وو چې د "پښتونستان" په نوم یې د خپلواکه هېواد جوړولو اعلان کړی وو. فقیر اېپي د خپلې مبارزې له کبله تر ۱۹۴۷ز کال مخکې د انګرېزانو او بیا د پاکستان حکومتونو په زندانونو کې بند هم تېر کړی وو. هغه په ۱۸۹۳ز کال کې زېږېدلی وو او د ۱۹۶۰ز کال د اپرېل پر ۱۶مه ومړ. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG