په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) د طالبانو له حکومته غوښتي چې په هغه هېواد کې دې د اعدام سزاوې "سمدستي" پای ته ورسوي.
د اپرېل پر ۱۱مه په افغانستان کې د څلورو کسانو تر اعدام وروسته يوناما وویل چې د مرګ سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.
طالبانو په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې دغه څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر يوه ورځ د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، په دې اعدامونو سره د طالبانو له واکمنېدو راهيسې په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینوو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې تر دې وړاندې په عام محضر يا ورزشي لوبغالو کې خلک "قصاص کړي" چې د طالبانو چارواکي او عام خلک ورته ولاړ وي.
قصاص په اسلامي فقه کې غچ اخیستو ته ویل کېږی. دا هغه سزا ده چې مرتکب ته د هغه له جرم سره برابره یا سمه ورکول کېږي. د بشري حقونو سازمانونو تل د هغو مقدمو او د سزا په عمل کې د شفافیت په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.
نړیوالې ټولنې وخت په وخت د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نیوکې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې محکمو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د قصاص او سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" بللي ول.
طالبانو لا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د وروستي بیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.