د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په کوز دیر کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ دوه سرتېري په کوز دیر کې له یوې غونډۍ لاندې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.
د پاکستان پوځ دوه سرتېري په کوز دیر کې له یوې غونډۍ لاندې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په تېمرګره کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۱۱مه پر ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې عملیات د اپرېل ۱۰مې او ۱۱مې ترمینځ شپې مهال شوي دي چې پر مهال یې د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ "سخته نښته" وشوه.

بیان ویلي چې یو وژل شوی وسلوال "حفیظ الله" نومېده چې په "کوچوان" مشهور وو. د پوځ په خبره، نوموړی د "امنیتي ځواکونو او بېګناه ولسي وګړو پر وړاندې په ګڼو ترهګرو فعالیتونو کې ککړ" وو او حکومت یې پر سر د "۱۰ مېلیونه روپیو انعام" ایښی وو.

ای اېس پي ار په نښته کې د بل وژل شوي کس پېژندګلوي نه ده په ډاګه کړې خو دواړه یې د "خوارجو" په نوم یاد کړي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اپرېل پر پینځمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

رپورټ زیاتوي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

XS
SM
MD
LG