د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې د لاسي بم چاودنې ۲ ماشومان وژلي او ۲ یې ټپي کړي دي


په کواټ کې پولیس تر یوې چاودنې وروسته پلټنې کوي - انځور له ارشیفه.
په کواټ کې پولیس تر یوې چاودنې وروسته پلټنې کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د لاسي بم چاودنې دوه ماشومان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي.

د کواټ صدر تاڼې محرر شاهد د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اپرېل پر ۱۰مه په شېخانو کې شوې ده.

دی وايي، ماشومانو له کوره بهر لاسي بم موندلی وو او ورسره یې لوبې کولې چې هغه وچاودېد او مرګژوبله یې واړوله.

شاهد وویل چې د یو وژل شوي ماشوم عمر ۱۱ او د بل ۱۲ کاله ول او یو ژوبل ماشوم اووه کلن او بل ۱۱ کلن دی چې دواړه وروڼه دي.

ده وویل، مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.

د پاکستان په مختلفو سیمو کې په کور کې چوونکي مواد او وسلې او یا له کوره بهر موندل شوې وسلې اکثر خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ته مرګژوبله اړوي.

چارواکي د دې پېښو یو مهم لامل په تېرو لسیزو کې په سیمه کې د امنیت وضعیت خرابېدل او د قانون په نفاذ کې د مشکلاتو له کبله د وسلو ساتل او ناقانونه کاروبار زیاتېدل بولي.

په پاکستان کې له لایسنس یا اجازتنامې پرته د وسلو ساتل جرم دی. په دې لړ کې حکومت په تېرو لسیزو کې په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو ډلو پرضد تر عملیاتو وروسته له ولسي وګړو د وسلو ټولولو کیمپېنونه هم کړي دي او هلته یې بې له اجازتنامې یا لایسنسه د وسلو پر ساتلو بنديز هم لګولی دی.

له هغې پرته د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پاتې شوي دي چاودنې یې مرګژوبله اړوي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG