د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف د بېلاروس په ۲ ورځني سفر دی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر هوايي ډګر د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا د هرکلي پر مهال له هغه سره روان دی - د ۲۰۲۴ز کال د نومبر ۲۵مې انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر هوايي ډګر د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا د هرکلي پر مهال له هغه سره روان دی - د ۲۰۲۴ز کال د نومبر ۲۵مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په دوه ورځني سفر بېلاروس ته رسېدلی دی.

شریف د اپرېل پر ۱۰مه مېنسک ته تر رسېدو وروسته پر خپل رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د هغه بېلاروسی سیال الېکساندر تورچین یې هوايي ډګر ته هرکلي ته ورغلی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۰مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې شریف له وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره د بېلاروسي ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا په بلنه د مېنسک په سفر دی.

بیان بې له جزییاتو ورکولو زیاته کړې چې تمه ده د دواړو هېوادونو چارواکي د ملاقاتونو پر مهال د همکارۍ پیاوړي کولو په موخه یوشمېر موافقې هم لاسلیک کړي.

تر دې مخکې لوکاشېنکا د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې له یو پلاوي سره اسلام اباد ته تللی وو. هغه مهال د دواړو هېوادونو چارواکو د مسلکي زدکړو، روغتيا، ساينس او ټېکنالوژۍ، تجارت، چاپېريال او اقليمي بدلون، د ناورينونو د نظم او د تورو پيسو د سپينولو او د ترهګرۍ د تمويل مخنیوي لپاره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو ترڅنګ په ځينو نورو څانګو کې هم تفاهمليکونه او موافقې لاسلیک کړې وې.

XS
SM
MD
LG