امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی دی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام پر ختمولو موافقه و نه کړي نو پرضد به یې "پوځي ځواک" وکاروي.
هغه ویلي دي چې اسراییل به د احتمالي پوځي برید "مشري" کوي.
ټرمپ د اپرېل پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "که اړتیا وه" نو امریکا به "یقیناً" د ایران پرضد پوځي ځواک وکاروي.
تهران لا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
امریکايي ولسمشر تر دې مخکې د مارچ په پای کې هم ایران ته ورته ګواښ کړی وو خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي یې په ځواب کې ویلي ول چې که واشنګټن پوځي ځواک وکاراوه، نو له "سخت ګوزار سره به مخامخ" شي.
ټرمپ تازه څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې ورڅخه د روانې اونۍ په پای کې په عمان کې د امریکايي او ایرانیو چارواکو ترمینځ د کېدونکو مذاکراتو په اړه وپوښتل شول او دا چې هغه خبرې به تر څومره وخته دوام وکړي.
ولسمشر په ځواب کې وویل چې ورسره "وخت شته" او زیاته یې کړه چې د خبرو یوې نتیجې ته د رسېدو لپاره مشخص مهالوېش نه لري.
ټرمپ له ایرانیو چارواکو سره د خبرو اعلان د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدو پر مهال کړی وو.
د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځه دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ز کال کې له تهران سره "جامع اټومي موافقه" وکړه چې پکې راغلي ول چې ایران به د اورانییمو غني کول محدودوي او په بدل کې به ورباندې اقتصادي بندیزونه لیرې کېږي. خو ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې د ولسمشرۍ لومړۍ دورې پر مهال هغه "تر ټولو بد تړون" وباله او په یو اړخیز ډول ورڅخه ووت.
ایران په بیا بیا ویلي دي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.