ملګرو ملتونو د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې له هغه هېواد سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د اپرېل پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې روانه اونۍ په استنبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه کېږي.
یوناما هیله لري چې د هغې غونډې پر مهال د ۲۰۲۵ز کال لپاره مرستې ټولې کړي.
بیان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواتې له خولې ویلي دي چې د "بېوزلۍ او کړاو ختمولو" لپاره باید "بیړنۍ لارې چارې" ولټول شي او د خلکو د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې مرستندویه هېوادونو او سازمانونو د افغانستان لپاره د ۳.۲۱ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو مرسته ټوله کړه چې د ۲۰۲۳ز کال پرتله زیاته وه.
ملګري ملتونه وايي چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ مېلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۴۱.۵ مېلیونه دی.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، اقتصاد خراب شو او بېروزګاري زیاته شوه چې له کبله یې مېلیونونه افغانان د بې وزلۍ ښکار دي.