د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په دویمه سیالۍ کې نیپال ته په ۱ منډه ماتې ورکړه


د افغانستان د ۱۹ کلنو پخوانۍ لوبډلې غړي د یوې لوبې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو پخوانۍ لوبډلې غړي د یوې لوبې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم د کوربه نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اپرېل پر شپږمه د مولپاني په لوبغالي کې د سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټېنګ) پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې ښه بیټېنګ و نه کړای شو او لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې. محبوب خان ۵۸ منډې وکړې.

د نیپال سنتوش یادو درې او کېبرین شرېستا او بېپېن شرما دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د نیپال لوبډله په وروستي اوور کې په ۱۶۷ منډو وسوځېده او افغانستان ورڅخه سیالي په یوه منډه وګټله. د نیپال ساحل پټېل ۶۴ منډې وکړې.

د افغانستان وحید الله ځدراڼ، زیت الله شاهین او حفیظ ځدراڼ دوه، دوه وېکټې واخیستې.

تر دې مخکې افغان لوبډلې د اپرېل پر درېیمه په پلازمېنه کټمنډو کې په لومړۍ سیالۍ کې نیپال ته په ۱۳۰ منډو ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د اپرېل پر نهمه په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخې شي.

XS
SM
MD
LG