د پاکستان د دیني او مذهبونو ترمینځ د همغږۍ چارو وزیر اعلان کړی دی چې د حکومتي پروژې له مخې سږ کال شاوخوا ۹۰،۰۰۰ کسان حج ته لېږدوي.
سردار محمد یوسف د اپرېل پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته په وینا کې د ۲۰۲۵ز کال د حج تیاریو په اړه ملومات ورکړل او و یې ویل چې د حاجیانو د لېږدولو لپاره به پروازونه د روانې میاشتې له ۲۹مې پیل شي.
هغه وویل، د مذهبي چارو وزارت کارکوونکي به د حاجیانو د مرستې لپاره د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې موجود وي.
د پاکستان دولتي راډیو د یوسف له خولې زیاتوي چې چارواکي حج ته د تلونکو روزنې ته توجه ورکوي چې هغوی په سعودي عرب کې له مشکلاتو سره مخامخ نه شي.
په پاکستان کې خلک عموماً یا په شخصي لګښت او یا هم د ارزانه حکومتي پروژې له لارې حج ته ځي. د سعودي عرب حکومت له پاکستانه حج ته د تلونکو ټولو کسانو شمېر ټاکي.
تېر کال حکومت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د سرکاري حج لګښت ۱،۱۷۵،۰۰۰ او د پنجاب او سيند لپاره یې ۱،۱۵۶،۰۰۰ روپۍ ټاکلی وو.
حج عموماً د هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت پر اتمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشت پر ۱۲مه پای ته رسي.
د ذوالحجې پر نهمه د عرفات ورځ د حج تر ټولو مهمه ورځ وي او په سبا یې لوی اختر پیلېږي چې پکې حاجیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وس لرونکي مسلمانان د څارویو قرباني ورکوي.