د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي په مشرۍ یو پلاوی له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې په وزارت کې د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکي ایرېک مېیر په مشرۍ پلاوی به د اپرېل له اتمې څخه تر ۱۰مې پورې په پاکستان کې وي.
بیان وايي، امریکايي چارواکي به هلته د پاکستان په معدنیاتو کې د پانګونې په غونډه ګډون وکړي.
وزارت وايي، مېیر به له لوړپوړو پاکستانیو چارواکو سره په ملاقاتونو کې په هغه هېواد کې د امریکايي کاروبارونو پر ودې او ورسره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا وغږېږي.
بیان زیاتوي چې مېیر به داراز له پآکستانیو چارواکو سره د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې پر همکاریو هم خبرې وکړي.
امریکايي پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې هغه هېواد له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی.