د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارکو روبیو وايي امریکا په ناټو کې پاتې کېدو ته ژمنه ده


مارکو روبیو په برسلز کې د ناټو غونډې پر مهال - د اپرېل څلورمې انځور.
مارکو روبیو په برسلز کې د ناټو غونډې پر مهال - د اپرېل څلورمې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت په ناټو کې پاتې کېدو ته ژمن دی خو د هغه اېتلاف ۳۲ غړي هېوادونه دې د پوځي لګښتونو زیاتولو ژمنه وکړي.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه په برسلز (بروکسل) کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې تر ګډون مخکې وویل، ولسمشر "ټرمپ واضحه کړې چې د ناټو ملاتړ کوي او موږ په ناټو کې پاتې کېږو."

هغه ټينګار وکړ چې ټول غړي هېوادونه باید د خپل ناخالصه ملي پیداوار پینځه سلنه پوځي او دفاعي بودیجې ته ځانګړې کړي.

روبیو په لومړي ځل د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د ناټو مشر مارک روتی هم د اپرېل پر دویمه تر غونډې یوه ورځ مخکې وویل، "پوره قانع دی" چې امریکا په ناټو کې پاتې کېږي.

تر دې مخکې د ټرمپ څرګندونو په ناټو کې د امریکا د پاتې کېدو په اړه شکونه پیدا کړي ول.

اروپايي هېوادونه وايي، خپلې پوځي بودیجې زیاتوي.

تمه ده چې د ناټو غړو هېوادونو مشران په جون کې پرېکړه وکړي چې ایا په اېتلاف کې د لګښتونو ونډه زیاته کړي او که څنګه. اوسمهال غړي هېوادونه د خپل ناخالصه ملي پیداوار دوه سلنه د ناټو دفاعي بودیجې ته ځانګړې کوي.

امریکايي ولسمشر ټرمپ غواړي چې ټول غړي هېوادونه باید خپله ونډه د ناخالصه ملي پیداور ۵ سلنه ته ورسوي او مارک روتی هڅه کوي چې هغه هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپله برخه لږ تر لږه ۳.۷ فیصده ته لوړه کړي.

خو ځینې اروپايي هېوادونه دفاعي لګښتونو ته دومره ډېرو پیسو بېلولو ته زړه نا زړه دي ځکه چې هلته د اقتصادي ودې رفتار ورو شوی دی او بودیجې یې له تاوان (خسارې) سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG