د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميانمار کې د زلزلې وژليو شمېر له ۱۷۰۰ واوښت


مرستندويان په ميانمار کې په زلزله کې له ورانې شوې ودانۍ د خلکو د اېستلو کوښښ کوي
مرستندويان په ميانمار کې په زلزله کې له ورانې شوې ودانۍ د خلکو د اېستلو کوښښ کوي

د ميانمار چارواکي وايي د مارچ پر ۲۸مه، د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی، او وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې به دا شمېره لوړه شي.

د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۰مې پورې په هغه هېواد کې په شوې زلزله کې ۳۴۰۰ کسان ژوبل شوي او له ۳۰۰ زیات لادرکه دي.

د ۷.۷ درجې هغه زلزله په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې. هغه زلزله دومره زوروره وچې په ګاونډي تایلینډ کې یې هم زیان اړولی دی.

نړیوالې مرستندویه ادار د زلزله خپلو سرپه مرستو بوخت دي خو د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.

XS
SM
MD
LG