د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلينډ پاکستان ته په يو ورځنۍ کرکټ لوبه کې ماتې ورکړه


د پاکستان او نیو زیلېنډ ترمینځ د لوبې انځور
د پاکستان او نیو زیلېنډ ترمینځ د لوبې انځور

نیو زيلېنډ د کرکټ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په ۷۳ منډو ماته ورکړه.

د مارچ پر ۲۸مه په ترسره شوې لوبه کې نیو زيلېنډ لومړی بېټنګ وکړ او د نهو لوبغاړو په سر یې ۳۴۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۵م اوور کې د ۲۷۱ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

د درو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه به د اپرېل پر دویمه او درېیمه به د اپرېل پر پنځمه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې کوربه نیو زيلېنډ د پنځو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې پاکستان ته په یو څلور ماته ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG