د نیو زیلینډ ملي لوبډلې د کرکټ په پینځمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړې ده.
د مارچ پر ۲۶مه د وېلېنګنټن په لوبغالي کې د سیالۍ پچه کوربه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د پاکستان لوبډلې له پیل راهیسې ښه توپوهنه (بیټېنګ) و نه کړای شو او لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل. پاکستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۲۸ منډې وکړې. سلمان علي اغا ۵۲، شاداب خان ۲۸ او محمد حارث ۱۱ منډې وکړې.
د نیو زیلینډ جېمي نیشم پینځه، جیکب ډفي دوه او بېن سسیرز یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې کوربه لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۰ اوورو کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ. ټېم سایفرټ ۹۷ او فېن ایلن ۲۷ منډې وکړې. د پاکستان سفیان مقیم دوه نیو زیلینډ بیټران وسوځول.
نیو زیلینډ له پینځو څخه د څلورو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده. پاکستان یوازې یوه سیالي وګټلای شوه.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د مارچ پر ۲۸مه د درې یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخې شي.